ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د قطر شارژدافیر: قطر له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارژدافیر او سرپرست سفیر ډاکټر میردف علي القشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه خبرې شوې دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د قطر شارژدافیر ته ښه راغلاست ویلی او له افغانستان سره یې د یاد هېواد د مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارزدافیر او سرپرست سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

نوموړي ویلي؛ د قطر هېواد په نړیواله کچه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او زموږ هیله دا ده، چې په نړیوالو غونډو کې په ځانګړي ډول په (COP-30) کنفرانس کې چې د برازیل په هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسوو.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د ظرفیت لوړونې، تجربو د شریکولو، د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، د قطر د چاپېریال ساتنې وزارت سره د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیکولو، په نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرولو، د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د قطري وګړو او شرکتونو د همکارۍ را جلبولو په برخو کې همکاري وکړي.

د قطر شارژدافیر او سرپرست سفیر ویلي، هېواد یې تل دا هڅه کړې چې له افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړي او افغانستان له نړۍ سره ونښلوي.

نوموړي ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په هره برخه کې همکاري کوي او کوښښ به وکړي چې په نړیوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړي.

دواړو خواوو په ګډه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د چاپېریالي مسایلو په تړاو به ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.