ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د فراه د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو پر جوړولو او پراختیا خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د میل ۷۸ بندر د تاسیساتو جوړولو او د بندر پراختیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

له هر اړخیز بحث وروسته پریکړه وشوه، چې د یاد بندر د تاسیساتو جوړولو او پراختیا لپاره دې د اړوندو وزارتونو او ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره اضافي ځمکه ورکړل شي.

په غونډه کې د صنایع سبز صنعتي پارک د ځمکې ارزښت معلومولو په اړه هم بحث وشو.

د یادې موضوع له هر اړخیزې ارزونې وروسته نظر ورکړل شو، چې د یاد صنعتي پارک د ځمکې د قیمت په اړه دې د صنعتي ساحو د نوي قانون له مخې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او د ځمکې لپاره في متر ۱۵۰ افغانۍ قیمت ټاکل شوی، اجراات ترسره شي.

د غونډې په پای کې په کابل ښار کې د یو ځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري پر جوړې شوې طرحې هم بحث وشو.

له هر اړخیز بحث وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، څو د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کثافاتو د پروسس لپاره وړ شرکتونه انتخاب او د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته یې پیشنهاد کړي.

یاد موضوعات د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.