د ریاست الوزرا د دفتر مرستیال او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون د خدمتونو ريیس مفتي سید احمد مستقیم په مشري یو پلاوي د کډوالو د وضعیت ارزونې او کډوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو لپاره د جوړو شويو کمېټو د ارزونې لپاره نیمروز ته سفر کړی.
د نیمروز مرستیال والي مولوي تورجان احمدي او د کډوالو د خدماتي کمېټو مسولینو له ياد پلاوي سره په ليدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت او دوی ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات ورکړي.
دوی ویلي، ولايتي اداره له شته امکاناتو څخه په استفادې په ټول توان سره هڅه کوي، چې افغان کډوالو ته رسېدنه او ښه خدمتونه وړاندې کړي او په همدې موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
ياد پلاوي د کډوالو د ښه مديريت او دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ولايتي ادارې کړنې ستايلې او د بشپړې همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.
د کډوالو د رسېدنې لپاره د عالي کميسيون له لوري راغلي پلاوي په نيمروز ولايت کې د کډوالو له پنډغالو څخه ليدنې کړې، د کډوالو وضعيت يې له نږدې څارلی، د هغوی ستونزې يې اورېدلې او د حل لپاره يې خدماتي کمېټو ته لازمې لارښوونې کړې دي.