ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون دویمه ځانګړې غونډه وشوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۸مه، ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د اقتصادي کمېسیون دویمه ځانګړې غونډه وشوه.

غونډې ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ شوې غونډه کې د شویو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شول.

په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د ښاري پلانونو مطابق د امارتي ځمکو د نمرو د پلور او وېش او د ساختمان د اجارې ورکړې اسانتیاوو په اړه طرزالعمل جوړ کړي.

یادې کمېټې په همدې موخه جوړ شوی طرزالعمل په دویمه غونډه کې د ارزونې لپاره وړاندې کړ، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر واستول شي.

د دغه طرزالعمل له مخې هېوادوال کولای شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او چارې یې پيل کړي.

همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې وه، تر څو په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقال کړي.

د دغه پرېکړې د تطبیق په اړه یادو وزارتونو خپل راپور په دویمه غونډه کې وړاندې کړ، چې په ډېری ولایتونو کې د ۸۰ زره جریبه ځمکې انتقال ترسره شوی او په یو شمېر ولایتونو کې دا پروسه په نږدې وخت کې د بشپړېدو په حال کې ده. په دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعت‌کارانو د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.

همداراز په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته هم دنده سپارل شوې وه، تر څو د انساني، حیواني او کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه کړنلاره جوړه کړي.

یادې کمېټې دغه کړنلاره جوړه او د ارزونې په موخه یې شریکه کړه، چې د یو لړ راغلو تعدیلاتو له ځای پرځای کولو وروسته به د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته واستول شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دویمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړل شوه. له شپږو میاشتو وروسته به د پخوا په څېر اجراات ترسره کېږي.

همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، تر څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کارونو د ژر طی‌مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي.