ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د کرنې له وزیر سره د مولوي صدر اعظم عثماني لیدنه؛ د کرنې او مالدارۍ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني تهران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران د کرنې جهاد له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

لیدنه کې چې د ایران د کرنې جهاد وزارت د چارواکو او په تهران کې د افغانستان د سفیر مولوي فضل محمد حقاني په شتون کې ترسره شوه، د ایران د کرنې جهاد وزیر د ګډو کرنیزو همکاریو د پیل او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کرنیز کمېسیون د جوړېدو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه کمېسیون په چوکاټ کې د همکاریو د اسنادو ترتیب او لاسلیک کول کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.

همداراز ایران چمتووالی وښود، چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونه وړاندې کړي.

مولوي صدر اعظم عثماني د ایران له خوا صادراتي نندارتون (اکسپو ۲۰۲۵) ته د ګډون بلنه وستایله او د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا څخه خوښي وښوده.

نوموړي وویل، د دې بهیر دوام کولی شي د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د نویو ګډو پروژو زمینه برابره کړي.

ښاغلي عثماني همداراز د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره وکړه او د قوش‌تیپې کانال یې د دغو هڅو یو روښانه مثال وباله.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.