د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري (کتاب د ټولو لپاره) تر عنوان لاندې د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهی، د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زر محمد حقاني، د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت الله منتظر، د هنرستان رییس مفتي لعل محمد منیب، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران، د کاپي رایټ امر مولوي عبدالحق حماد، د امارتي ادارو مسولینو، لیکوالانو، خبریالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د عامه کتابتونونو رییس حافظ نعمت الله منتظر د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کتاب، مطالعې او د کتاب لوستنې د فرهنګ د پراخوالي په ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي وویل، دا ناسته د ۱۴۰۳ لمریز کال د غوره لیکوالانو د ستاینې او هڅونې په موخه جوړه شوې ده.
ورپسې د فرهنګ او هنر مرستیال وویل؛ کتاب ډېر ارزښت لري او باید کار ورته وشي، د کتاب مطالعې ته دیني، انساني او ټولنیزه اړتیا ده، اسلامي امارت تل له لیکوالانو ملاتړ کړی دی.
نوموړي له لیکوالانو وغوښتل، ترڅو داسې لیکنې وکړي چې تلپاتې، عام فهم او ګټورې وي.
مولوي حیات الله مهاجر فراهي هم د مطالعې او کتاب لوستنې رول مهم وباله او ویې ویل؛ لکه څنګه چې د انسان بدن خوړو ته اړتیا لري، ذهن هم مطالعې ته اړتیا لري، باید داسې کتابونه ولوستل شي چې ګټور وي او اغېز ولري.
نوموړي زیاته کړه، لیکوال باید د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ کتابونه ولیکي.
د ځوانانو چارو مرستیال وویل؛ د کتاب په مطالعې کې باید احتیاط وشي، ځکه د بېلابېلو کتابونو ازاده مطالعه ځوانان منحرفوي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، په تېرو ۲۰ کلونو کې د ځوانانو ذهنونه د لوېدیځو افکارو تر اغېز لاندې راغلي او د فکري اصلاح لپاره باید هڅې ډېرې شي.
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپيرايټ امر هم د خپلو خبرو په لړ کې د کتابونو پر ارزښت خبرې وکړې او د کتاب لیکنه او مطالعه یې د ټولنې یوه مهمه اړتیا وبلله.
غونډه د تیاتر ټیم د تمثیلي ټوټې په اجرا سره چې موضوع یې د کتاب مطالعې ارزښت او ناسم رواجونه وو، د ۱۴۰۳ کال د غوره لیکوالانو د ستاینلیکونو په وېش او دعا سره پای ته ورسېده.