د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د ۲۷.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زون په کچه د ريفرینس لابراتوار پرانېسته وکړه.
عامې روغتیا وزارت وایی، د یاد ریفرینس لابراتوار په پرانېسته غونډه کې د دې وزارت وزیر مولوی نورجلال جلالي، د عامې روغتیا وزیر د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امینالله شریف، د وزارت مرکزي رییسانو، د یاد ولایت مسؤلينو، د یو این ډي پي ادارې استازو او روغتياپالانو ګډون کړی و.
مولوي نور جلال جلالي په دې مراسمو کې یاد لابراتوار د ختیځ زون او ټول هېواد لپاره يو مهم او ګټور پرمختګ وباله او دا یې د تشخیصیه برخې د پیاوړتیا لپاره مهمه لاس ته راوړنه یاده کړه.
ښاغلي جلالي، زیاته کړه :« په دې لابراتوار کې به هغه معاينات ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې به هېوادوال یې د تر سره کولو په موخه بهر ته تلل، چې اوس به دا ستونزه تر یوه اندازې حل شي.»
دیادونې وړ دی، د یاد ریفرینس لابراتوار چارې شپږ میاشتې وړاندې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په غوښتنه د یو این ډي پي په مالي همکارۍ پیل شوې وې چې نن د تشخصیه خدماتو لپاره پرانېستل شو.