د کشمیر پر سیلانیانو تر خونړي برید وروسته، د هند د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې د هر ډول توکو پر وارداتو بندیز لګولی.
د هند د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دا اقدام به د هېواد د ملي امنیت او عامه پالیسۍ په ګټه وي.
د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه بندیز به سمدستي عملي شي.
له بلې خوا پاکستان هم د غبرګون په توګه ځینې ورته اقدامات کړي، چې له هند سره د هر ډول پولهییزو سوداګریو درول، خپل هوایي حریم د هندي الوتکو پرمخ تړل، او د هندي ډیپلوماټانو ایستل پکې شامل دي.
تېره اونۍ هم دواړو هېوادونو یو د بل پر ضد د هوايي حریم د تړلو اعلان کړی و.
د هند حکومت ویلي وو، چې خپل هوايي حریم د پاکستاني هوايي شرکتونو پر مخ تړي.
پاکستان هم د هندي هوايي شرکتونو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی و.
په کشمیر کې پر سیلانیانو له خونړي برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او دواړو لوریو یو د بل پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.