ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاه د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له لورې د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۰ مېګاواټه سترې لمریزې برېښنا تولید دستګاه د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د روان لمریز کال تېرې وري میاشت کې، هېواد کې د برېښنا درېیو پراختیايي او اوو تولیدي پروژو تړونونو له لاسلیک کولو وروسته، د دې پروژو عملي چارو پیل پرانېستنه وکړه.

هلمند، کندهار، زابل، اروزګان ولایتونو کې د برېښنا پراختیايي پروژو چارو پیل پرانېستنې او د ننګرهار شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولید دستګاه جوړولو بنسټ ډبرې اېښودلو څخه وروسته دا ځل د هېواد شمال، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې سترې دستګاه جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د غضنفر او زولرستان شرکتونو مسولینو او د بلخ ولایت ځايي چارواکو، د بلخ صنایع او معادنو خونې مسولینو، صنعت کارانو، سوداګرو، قومي مخورو او عالمانو ګډون کړی و.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس خپله وینا کې څرګنده کړه، چې پرمختګ يوازې د نظامونو دنده نه ده، د ولس رول او همکاري او له نظام سره د ملاتړ روحيه اساسي لومړيتوب دی.

نوموړي وویل؛ که پانګوال افغانستان کې پانګونې پراخې کړي، له بهرنيو هېوادونو خپلې پانګې هېواد دننه راوړي، نو اقتصادي برخه کې به لوی برياليتوبونه او هوساينې تر لاسه شي.

دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رییس وویل؛ افغان پانګوال دې په کور دننه پانګې په کار واچوي، دې سره به هېواد کې کاري فرصتونه پراخ شي او اقتصاد به ورسره پیاوړی شي.

د بلخ والي خپله وینا کې د هېواد د اقتصادي برخې لپاره د پانګوالو همکاري اړينه وبلله، دا چاره به هېواد د نورو له اړتيا پر ځای پر خپل ځان بسیا کړي.

یادو مراسمو کې ویناوالو، هېواد کې د برېښنا شبکو پراختیا او داخلي برېښنا تولید سرچېنو پر پروژو خوښي وښوده او د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ځانګړې پاملرنه یې یادو برخو کې وستایله.

دغه راز د بلخ ولایت صنعت کارانو او د صنعتي کارخونو مسولینو هم د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د دوی ستونزو حل او ډاډمنې برېښنا چمتو کولو لپاره یې هڅې کړې دي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د لمریزې برېښنا تولید درېیمه ستره پروژه ده، چې چارې یې پیل کیږي.

له دې وړاندې د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو برېښنا تولید کارخونې ته څېرمه د نږدې ۲۳ مېګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټو لمریزې برېښنا دستګا جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې.