ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان–هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې؛ اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه‌ یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا، پر سیمه او په ځانګړې توګه پر افغانستان یې اغېزو او نورو اړوندو موضوعاتو د ګردي مېز په بڼه بحث وشو، چې پکې د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مفتي نوراحمد نور د کلیدي ویناوال په توګه ګډون او وینا وکړه.

په غونډه کې لومړی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت الله ځلاند د بحث پر موخه او د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، موږ اوسمهال د خپل متوازن سیاست په رڼا کي له دواړو هېوادو سره تعامل لرو.

دا چې پاکستان او هند زموږ په ګاونډ کې پراته دي، که دا ترینګلتیا پراخېږي نو پر سیمه او افغانستان به هم نېغ په نېغه منفي اغېزې ښندي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین بیا په خپلو خبرو کې د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر مخینه او تاریخي بستر بحث وکړ او ویې ویل، چې د سیمې دا دوه اتومي هېوادونه به جګړې ته داخل نه شي او رامنځته شوي مشکل ته به حل پیدا کړي.

مفتي نور احمد نور بیا د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې د تشدید پر وروستیو عواملو او اوسني وضعیت بحث وکړ او ویې ویل، چې په کشمیر کې پر سېلانیانو برید له مودو راهیسې شته ترینګلتیا پراخه کړه او له کبله یې دواړو هېوادونو تراوسه داسې اقدامات کړي، چې سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان ترې اغېزمن دی او د بېلګې په توګه د واګه بندر تړل یادولی شو.

د نوموړي په خبره، د دغه بندر د تړل کېدو له کبله عملا د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي، چې د افغانستان سوداګرۍ سکتور ته پام‌وړ زیان اړوي.

له دې کبله اسلامي امارت ته پکار ده، چې مخکې له مخکې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی ولري.

ښاغلي نور زیاته کړه؛ موږ له دواړو هېوادونو سره مشترکات او مثبت تعامل لرو او نه غواړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي، بلکې د اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې او دا چې اسلامي امارت ته سیمه‌ییز ثبات او امن مهم دی، هڅه به مو دا وي چې دا شخړه له سوله‌ییزې لارې هواره شي.

حافظ اکرام الدین کامل بیا د پاکستان او هند ترمنځ اوسنۍ شخړه کې د اندوس سیند د اوبو تړلو پر حقوقي اړخ بحث وکړ او ویې ویل، چې له یوې خوا د اوږده مهال لپاره په تخنیکي لحاظ د دغه سیند تړل سخت برېښي او له بلې خوا د نړیوالو قوانینو له مخې هم د دې سند تړل کېدل بېلابېل حقوقي اړخونه لري، خو د اوس لپاره دا موضوع هم په اړیکو کې د ترینګلتیا یوې پام‌وړ پایلې په توګه راڅرګنده شوه.

د یادولو وړ ده، چې په بحث کې د بهرنیو چارو وزارت لسګونه کارکوونکو ګډون کړی و او هغوی هم د موضوع اړوند بېلابېلو اړخونو باندې خپل نظرونه او تحلیلونه شریک کړل.