د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام په ۴۵ پړاو نړيوالو سياليو د ګډون په موخه د ايران اصفهان ښار ته روانه شوه.
يادې سيالۍ، چې د لويانو په عمري او ۵۷، ۶۱، ۷۰، ۷۴، ۷۹، ۸۶ او + ۱۲۵ وزني کټګوريو کې ترسره کېږي، د افغانستان سربيره د ايران، روسيې، ترکيې، هندوستان، ترکمنستان، قرغيزستان، عراق، هالنډ او اذربايجان هېوادونو ورزشکاران هم پکې ګډون کوي.
دا سیالۍ به د د روانې ثور میاشتې پر ۱۷مه نيټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۰مې نيټې پورې به دوام وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي مولوي احمد الله وثيق، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د پهلوانۍ ملي فدراسيون رهبري پلاوي او ورزشکارانو ګډون کړی وو.