ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د افغانانو خدمت ته ژمن دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مشرانو د اسلامي امارت لخوا يې په هېواد کې د پيل شويو پراختیايي چارو او لاسته راوړنو د يادولو تر څنګ ویلي، د اقتصادي پروژو او چارو په ترسره کولو کې د مسولينو قاطعيت هېوادوال ډېر خوشبين کړي دي.

دوی همداراز هيله ښودلې، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراختیايي پروګرامونو په ترسره کولو سره دې خلکو او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

اهل تشيع علماوو او مشرانو همداراز يو شمېر ټولنيزو مسايلو یادونه کړې او د شته ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت د پاليسۍ پر بنسټ ټول افغان ملت سره وروڼه دي او د هيچا پر وړاندې تبعيض او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې، اسلامي امارت د افغان ملت خدمت ته ژمن دی او هماغسې يې چې په تېر کې پراختیايي کارونه ترسره کړي، په راتلونکې کې به هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په عادلانه ډول په ټولو سيمو کې پراختیايي چارې ترسره شي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، افغانستان د ټولو شريک کور دی او ټول کولی شي په ابادۍ کې يې مهم او رغونکی رول ولوبوي.