د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر اسرائیلو د یمنیانو بریدونه د دوی خپلواک تصمیم او د فلسطینیانو په ملاتړ کېږي، په ایران پورې کوم تړاو نه لري.
یاد وزارت د یمن د ولس بریدونه په ایران پورې تړل ګمراه کوونکی تور ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د داسې بېبنسټه ادعاوو تکرار د ایران د ولس سپکاوی دی.
پرون یکشنبه د یمن له لوري د اسرائیلو بن ګورین هوايي ډګر ته نږدې توغندیز برید وشو. په دې برید کې ۸ کسان ټپيان شول او ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې.
صهیونیستي رژیم د دې برید په غبرګون کې ایران تورن کړی او ویلي یې دي، چې دا بریدونه له ایران څخه سرچینه اخلي.
ایران بیا په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او دا کړنه یې د یمنیانو خپلواک تصمیم ګڼلی دی.
د صهیونیستي رژیم پوځ منلې، چې هوايي دفاع سیسټم یې د برید په مخنیوي کې پاتې راغلی.
د یمن حوثیانو د یاد برید مسولیت منلی او ویاند یې یحی سریح هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې بن ګورین هوايي ډګر نور د الوتنو لپاره خوندي نه دی.
له دې برید وروسته ډېری هوايي شرکتونو خپلې الوتنې هم ځنډولې دي.