د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کار چارو مرستیال ویلي؛ د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پینځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو برابرول دی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم شاوخوا ۵۵۰ زره تنو ته د کارموندنې ژمنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو اړوند، د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په ټاکنه کې د هغوی د اجرااتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ لاستهراوړنې موجودې دي، خو فقر او بېکاري د خلکو له بنسټیزې ستونزو څخه دي، چې باید ټول په مشترک ډول خپل مسولیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو په دې برخو کې هم پرمختګونه پراخ شي.
نورالدین عزیزي ویلي؛ له نېکمرغه په زرګونو جریبه ځمکه په بېلابېلو برخو کې د پانګېاچونې په موخه ځانګړې شوې او د وېش د څرنګوالي میکانېزم یې هم چمتو شوی دی، چې ګڼ شمېر خلکو ته به د کار زمینې برابرې شي او هم به په اقتصادي برخه کې ستر بدلون رامنځته کړي.
ښاغلي عزیزي همداراز څرګنده کړې، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک شي.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه به رامنځته او په اړوندو برخو کې به له نږدې کار کوي.
د یادولو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار په ملي کانفرانس کې له ۱۵ ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او اوس غواړي، چې یادې ژمنې تعقیب کړي، چې پیل یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه وو او دا لړۍ به دوام ومومي.