ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې د کډوالو ستونزې له هرې ممکنې لارې حل کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې ایران ته د مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د اسلامي امارت د وروستي پلاوي د سفر او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي عثماني په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د خپلو لیدنو جزییات او د کډوالو د ستونزو اړوند وړاندیز شوې حللارې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې.

نوموړي ویلي، ایراني چارواکو د کډوالو او نورو دوه اړخیزو موضوع ګانو په هکله پر لا ډېرو خبرو او لیدنو ټېنګار کړی دی.

د ښاغلي صدر اعظم عثماني په وینا، ایراني چارواکو له افغان حکومت سره په ګډه په ایران کې د کډوالو لپاره د اړینو اسنادو د وېش په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ایران ته د اسلامي امارت د پلاوي وروستی سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، اسلامي امارت د کډوالو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کیږي چې له هرې شونې لارې د کډوالو لاس نیوی او ستونزې یې هوارې شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت لخوا څو ځلې له ایراني چارواکو سره لیدنې شوې او په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي او د یوه میکانیزم په رامنځته کېدو کې پرمختګونه شوي دي.