د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.
د ناستې په پیل کې مخورو او علماوو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، اهل تشیع علما او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.
یادو علماوو او مخورو زیاته کړه، د امریکا او غرب د اشغال له امله هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او یادونه وشوه چې افغانان باید په ګډه د افغانستان په ابادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسولیت ترسره کړي.
د ناستې پر دوام د اهل تشیع علمای کرامو وویل، چې دښمن هڅه کوي د منفي تبلیغ په کولو سره د هېواد حالت ناسم وښيي او اختلاف ته لمن ووهي.
دوی د خپلو خبرو پر دوام د یو شمېر مسایلو په اړه خپل نظرونه، مشورې او وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او همدارنګه هغوي په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې مېشتو قومونو ته په اشارې سره، په ټولنه کې د اهل تشیع د مشرانو او علمای کرامو مقام مهم یاد کړ.
د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر له اسلامي نظام سره د اهل تشیع مشرانو او علماوو همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې د هغوی په چوپړ کې دي.
همدارنګه نوموړي یادونه وکړه، چې اسلامي امارت هر وخت د ولس غږ اورېدلی او په هره کچه چې اړتیا وي د اهل تشیع ولس د ستونزو حل ته اقدام شوی.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.