د اسلامي امارت چارواکو د چرګانو فارم لرونکو سراسري ټولنې له مسولینو سره ګډه ناسته کړې.
په دې ناسته کې د چرګانو فارم لرونکو سراسري ټولنې مسولینو ویلي، چې همدا اوس په هېواد کې د چرګانو په سکټور کې شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر پانګونه شوې او څه باندې ۱۳ زره د چرګانو کوچني او لوی فارمونه جوړ شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو د کورنیو تولیداتو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د پانګوالو د هڅونې او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه داسې تګلاره جوړه شوې، چې له مخې یې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، تر څو له کورنیو محصولاتو او تولیداتو ګټه پورته کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې تر څو له کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ له هېواده بهر هم بازار موندنه ورته وکړي.
په دې ناسته کې چارواکو ټینګار کړی، هېواد به هغه مهال پرمختګ وکړي چې صادرات زیات او واردات کم شي.
دوی د اسلامي امارت له پرلهپسې هڅو ډاډ ورکړی، تر څو افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.