ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت: د ۲۶۱ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید یو شمېر پروژو کې پانګونه پيل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د پیاوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه بولي.

په همدې موخه یې په کور دننه د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې یې د پانګونې لپاره بې شمېره سهولتونه رامنځته کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ اوس مهال زیات شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هېواد کې دننه د بېلابېلو موجودو سرچینو د برېښنا تولید ته چمتووالی ښودلی، چې ځینو یې عملا په لاندې پروژو کې پانګونه پیل کړې ده:

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د بلخ ولایت په دهداي ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په هرات ولایت کې د پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا پروژه.

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه.

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژه.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه عملا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

یاد معاونیت زیاتوي؛ یادې پروژې په مجموعي ډول د ۲۶۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې ۲۳.۷ ملیارده افغانۍ پانګونه په کې کیږي.

د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د یو شمېر صنعتي پارکونو او همداراز د عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزه تر یوه حده حل او د صنعتي پارکونو په چارو کې به پرمختګ رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د ذکر شویو پروژو سربېره د لمر، باد، ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې زیات شمېر کورنيو او بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې، چې په راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.