ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د روسیې سفیر: روسیه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

د چاپېریال ساتنې په برخه کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د مشترکې همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د خپلو لیدنو په لړ کې نن دوشبنه د روان ۱۴۰۴کال د غویي په ۱۵مه نېټه د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د سیمه‌ییزې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د روسیې سفیر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې روسیې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړی.

مولوي مطیع الحق خالص وویل، د روسیې په اذربایجان هېواد کې د (COP-29) غونډې او نورو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغان پلاون د ګډون لپاره هلې ځلې کړي چې موږ ترې مننه کوو.

ښاغلي خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د اقلیمي بدلون په اړه زیاته کړه؛ افغانستان او د سیمې هېوادونه د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډیر ښکېل نه دي، خو له بده مرغه د اقلیمي له ناوړه اغېزو څخه یې ډیر زیات اغیزمن شوي دي؛ نو موږ ته پکار ده چې له اقلیمي بدلون سره په ګډه مبارزه وکړو.

نوموړي د روسیې له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې د نړیوالو لخوا د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د خلاصولو، په نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د سفر زمینې برابرولو او په نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو کې د افغانستان د طرحو او پروژو د ملاتړ په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص همدا راز غوښتنه وکړه، چې په (COP-30) کنفرانس کې چې برازیل هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره دې هڅې وکړي.

د روسیې سفیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه وکړه چې د لیدو بلنه یې ورکړه او د سیمې په کچه یې ورسره پر مهمو چاپېریالي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

دیمیتري ژیرنوف وویل، روسیه لېواله ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دیمیتري ژیرنوف پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د چاپېریالي موضوعاتو په هکله یاد شوي موضوعات په له مسکو سره شریکوي او هڅه به کوي چې افغانستان ته په نړیوالو غونډو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د ناستې په پای کې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو او هوکړه وشوه، چې وخت پر وخت به د اهمو چاپېریالي موضوعاتو په هکله خپلې لیدنې او غونډې دوامداره او جاري ساتي.