ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت‌الله جمال: ژر به د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه هم پیل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت اللّٰه جمال د سياحتي شرکتونو له مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي قدرت اللّٰه جمال د سياحتي شرکتونو فعاليتونه مثبت وارزول او ژمنه يې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادو شرکتونو د فعاليت د لا ښه کېدو په موخه ډېرو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

نوموړي همدارنګه وویل؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به يې ټول سياحتي شرکتونه د يوې ټولنې تر چتر لاندې راټول او ورسره به د حکومت او سياحتي شرکتونو ترمنځ همغږي لا ډېره شي.

ښاغلي جمال زیاته کړه، ژر به د دغه وزارت له لوري د سياحتي شرکتونو د فعاليتونو ارزونه هم پيل شي.

مولوي قدرت اللّٰه جمال ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اړوند انستیتیوټ کې د ګرځندوی په برخه کې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه ګړندۍ هڅې روانې او په راتلونکي کې به په یاد انستیتیوټ کې د سياحتي شرکتونو استازي هم د روزنې په موخه جذب شي.

د سياحتي شرکتونو مسولينو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره شريک کړل.

د يادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې ښاغلي جمال د سياحتي شرکتونو مسولينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په وړانديزونو به يې هم غور وشي‌.