د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۹مه نېټه د ابو علي سينا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه.
نوموړي د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان د درملو سکټور د پیاوړتیا لپاره لازم اقدامات شوي او اوسمهال د هېوادوالو ډېری اړتیاوې له کورنیو تولیداتو څخه پوره کېږي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه لار د کورني تولید پیاوړتیا او ملاتړ دی.
د نوموړي په وینا، د درملو د وارداتو کمېدو د دې لامل شوی، چې د افغانستان د درملو سکټور په لنډ وخت کې د پام وړ وده وکړي او خلک د بهرنیو درملو پر ځای له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد اړتیاوو ته په کتو اوسني پرمختګونه بسنه نه کوي او اړتیا ده، چې د درملو تولیدي کارخونې لا معیاري شي او خپل تولیدات د منل شویو معیارونو مطابق پراخ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د درملو سکټور د پیاوړتیا لپاره د دغه نندارتون جوړېدل مهم بللي او له هېوادوالو یې غوښتي، چې پر کورنیو درملو باور وکړي او استفاده ترې وکړي.
هغه همداراز له سوداګرو او درملو پلورونکو غوښتي، چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او له احتکار څخه ډډه وکړي.
دغهراز نوموړي له اړوندو امارتي ادارو هم غوښتي، چې د داسې کړنو جدي مخنیوی وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د پانګونې د پروسو د اسانتیا لپاره پر اصلاحاتو او برېښنایي سیسټم کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت یوازې پر داخلي اقتصاد تمرکز نه لري، بلکې د سیمهییز او نړیوال اقتصادي اتصال لپاره هم هڅې کوي او له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره اقتصادي تعاملات زیات شوي دي.
همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ابو علي سینا بلخي دویم نړیوال څلور ورځني نندارتون پرانیستغونډې پر مهال بهر کې له مېشتو افغان متخصصینو غوښتي، چې د هېواد روغتیایي سکټور پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي حنفي دغه راز له هغوی وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د تجربو، مهارتونو او نوښتونو د لېږد په برخه کې هم مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، افغانستان اوس مهال د درملو صنعت برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنه به دا لړۍ نوره هم چټکه کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان لسیزې په بهرنیو تولیداتو متکي پاتې شوی، خو اوس د پانګوالو د قربانۍ په برکت ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
همدرانګه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د ابو علي سینا بلخي دویم نړیوال څلور ورځني نندارتون پرانیستغونډې مراسمو کې ویلي، افغانستان کې ۴ زره قلمه د درملو صنعت خام مواد شته او که د پروسس لپاره یې کار وشي، نو ډېر ژر به په دغه برخه کې په ځان بسیا شو.
ښاغلي زاهد زیاته کړې، د درملو صنعت برخه کې پانګونې ته اوس تر بل هر وخت زیاته زمینه برابره شوې ده او له پانګوالو یې د لا زیاتې پانګونې غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې عمومي رییس، ډاکټر احمد سعید شمس ویلي، په افغانستان کې اوسمهال د درملو او طبي محصولاتو ۱۳۵ تولیدي کارخونو شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د ښاغلي شمس په وینا، چې دمګړۍ په افغانستان کې یو زر او ۱۷۰ قلمه درملو او طبي محصولاتو تولیدات ثبت شوي او د شاوخوا ۵۰۰ قلمه نورو درملو ثبت تر ارزونې لاندې دي او دا تولیدات د هېواد شاوخوا ۳۸ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ په دې سکتور کې له ۶- ۸ زره کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ابو علي سينا بلخي دویم تخصصي او نړیوال نندارتون کې د درملو لسګونو تولیدي کارخونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، چې دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي.

