ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې یو خصوصي شرکت د ورځې زرکونه بټرۍ تولیدوي

د هرات په صنعتي پارکونو کې د یوه خصوصي شرکت له لوري په ورځني ډول تر دوه زرو بټرۍ تولیدېږي.
د دغه شرکت مسولین وايي، چې افغانستان یې د (ام.اف) او (تران) بټریو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړی.
د مسولینو په وینا، نږدې راتلونکې کې به خپل تولید شوي توکي بهر ته هم صادر کړي.
نقیب الله قلندري د بټریو د کارخونې مسوول وايي: ”دلته په نړیوال معیاربرابر د دوه زره په شاخوا کې د (ام.اف) او (تران) په نوم لوړ کیفیت لرونکي بټرۍ تولیدوو”
فیصل قلندري د بټریو د تولید مدیر وايي، ”چې ۵۰، ۷۰، ۱۰۰، ۱۵۰ او۲۰۰ امپیر لرونکې بټرۍ تولیدوو او نږدي وخت کې به دوه کانټینره بټرۍ عربي اماراتو ته صادر کړو”
د یادولو وړ ده، چې اسلامي امارت هم د کورنیو تولیداتو د ودې او په کور د ننه داخلي تولیداتو څخه په ګټه اخیستنه ټینګار کوي.