ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان له مسولینو سره د عامې روغتیا وزیر لیدنه؛ د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم له مشر مندیپ راټې او د روغتیایي سکټور اړوند مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تر سره شویو خدماتو، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو، د سرطاني ناروغیو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو برابرولو، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو د ملاتړ، د تطبیق کوونکو موسساتو د خدماتو د کیفیت او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جذب په تړاو خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزو هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي؛ چې د هغو ټولو ستونزو د حل لپاره باید کار وشي، چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

همداراز نوموړي، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، د سرطان ناروغانو د درملنې روغتون لپاره پر تجهیزاتو او په هېواد کې د انتاني روغتونونو، چې نږدې ۳۵۰ بستره کېږي د خدماتو پر ملاتړ خبرې ترسره او له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه یې د روغتیا وزارت د کاري ساحې برخه ګڼلې ده.

د ښاغلي جلالي په وینا؛ د ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره اړینه ده، چې د روغتیایي سیسټم پر کیفیت او ښه والي کار وشي.

بل لور د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو د له‌منځه وړلو ټیم مشرانو د روغتیا سکتور برخه کې له افغانستان سره دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.