ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه تخار ته سفر کړی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال ختیځ ته د سفر په لړ کې تخار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له والي مولوي سمیع الله حزب الله، ځايي مسولینو او د سیمې له اوسېدونکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د یاد ولایت په بیلابېلو سیمو کې په مخابراتي چوپړ او اسانتیاوو خبرې کړې دي.

د تخار والي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه مننه کړې، چې یاد ولایت ته یې سفر کړی او د مخابراتي خدمتونو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.

مولوي سمیع الله حزب الله ویلي، چې په تېرو څه‌‌باندې درېیو کلونو کې د یاد ولایت لپاره د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د پام وړ کار شوی، او هیله یې څرګنده کړې، هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، د مخابراتي اسانتیاوو لپاره انټنونه په پام کې ونیول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه، هغو سیمو ته چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي، د شپږو مخابراتي سایټونو د جوړولو سپارښتنه کړې ده، چې تمه ده د درېیو میاشتو په موده کې به فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، د تخار ولایت هغو سیمو لپاره، چې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې وې او هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوې یې نه درلودلې، ۱۷ مخابراتي سایټونه د TDF له بودیجې منظور شوې دي، چې د ډېرو سایټونو چارې یې تر یو بریده پورې پرمخ تللې دي.

په ټوله کې د تخار ولایت بیلابېلو سیمو کې د شپږو نویو مخابراتي سایټونو له منظورۍ وروسته ۲۳ مخابراتي سایټونه جوړېږي، چې د یاد ولایت ډېری سیمې به له مخابراتي اسانتیاوو برخمنې شي.