د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولايت له يو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ياد ولايت مرستيال والي ملا محمد نادر حقجو او د دې ولايت مستوفي مولوي محمد صادق حکيمي د علماوو او مخورو په استازيتوب خبرې کړې او د سرتاسري امنيت په تامين او هېواد کې د اسلامي نظام په ټينګښت يې د خوشالۍ څرګندولو ترڅنګ د سرپل ولايت د اقتصادي او ټولنيز وضعيت او ښوونې او روزنې په اړه معلومات ورکړي دي.
یادو علماوو ویلي، چې د اسلامي امارت ځايي مسولين د خلکو ستونزو د حل لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي او د غوره خدمت وړاندې کولو په هڅه کې دي.
د دوی په وینا؛ سرپل له هغو ولايتونو څخه دی، چې ډېر کانونه او تر ځمکې لاندې زېرمې لري او له بده مرغه تېره اداره کې هېڅ پاملرنه نه وه ورته شوې.
د سرپل ولایت علماوو او مخورو د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي، ترڅو د پراختیايي پروژو تطبيق، د حلقوي سړک بیا رغونې او په دې ولايت کې د سلطان ابراهيم بند جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې د سرپل ولايت خلکو د اشغالګرو پر وړاندې ډېرې قربانۍ ورکړې.
نوموړي زیاته کړې، چې ازادي او د هېواد بريالي کېدل زموږ د مجاهدپالو خلکو د قربانيو او سرښندنو په پايله کې ترلاسه شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ډېرې پراختیايي پروژې پيل کړې او د هېواد په ټولو سیمو کې به په عادلانه ډول پلې او ځانګړې پاملرنه به ورته وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي: ټول هېواد کې به په عادلانه توګه پراختیايي پروژې پلې شي
