د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د اسیا پراختیایي بانک له رییس دیوید هیل سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر د هېواد د اوبو سرچینو د کمښت ستونزې ته په کتو، له یاد بانک څخه غوښتنه کړې، چې د اوبو او انرژۍ د پروژو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري بېرته پیل کړي.
د اسیا پراختیایي بانک رییس ډاډ ورکړی چې بانک یې چمتو دی، په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ له سره پيل کړي.
بلخوا د اوبو او انرژۍ برخې ځیني کارپوهان باور لري، چې د اسیا پراختیایي بانک د همکارۍ پیل به نورو نړیوالو مالي بنسټونو ته هم لاره هواره کړي، څو خپلې ځنډېدلې پروژې بشپړې او نوې پروژې هم پيل کړي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو وچکالیو او د بارانونو کمښت د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او د څښاک اوبو کمښت یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.