د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا انرژۍ شرکت (ترکمن انرګو) مسولینو سره انلاین ناسته کړې.
په دې ناسته کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د الوان دښتې او کرکین سب سټېشنونو کې بدلونونو او له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو اړیکو پیاوړتیا او همغږۍ له مخې د چارو چټک پرمخ وړل مهم بللی او د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې ته په اشارې د چارو پر چټکتیا او د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو یې ټېنګار کړی دی.