د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري ایران ته د سفر په ترڅ کې له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې وړتیا لري.
ښاغلي نظري زیاته کړې، چې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاتولای شي.
ډاکټر عبداللطیف نظري چابهار بندر ته په اشاره ویلي، دغه بندر د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت غواړي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټه ترې واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره متوازن سیاست پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پراخه کړې دي.