ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر محمد نعیم: اسلامي امارت چمتو دی چې د سیمې په ټولو نوښتونو کې فعاله ونډه واخلي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د اوزبیکستان-ترمذ په غونډه کې ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې د ترانسپورټي، برېښنا لېږد، سوداګرۍ او نورو بنسټیزو پروژو په ګډون د سیمې په ټولو نوښتونو کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې: “په داسې سیمه کې اوسېږو، چې د ننګونو تر څنګ د همکارۍ، اتصال او اقتصادي پرمختګ په شمول ګڼ ظرفیتونه شتون لري. افغانستان د اسیا د زړه او د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د طبیعي پل په توګه تل هڅه کړې، چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو کې فعال او مثبت رول ولوبوي.”

د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په باور، سیمه‌ییزې همکارۍ نه یوازې د سیمې د ملتونو په ګټه دي، بلکې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره هم اغیزمنې تمامېدای شي.

ښاغلي محمد نعیم ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست په سیمه‌ییزو همکاریو او متقابل احترام ولاړ دی. دغه‌راز ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له نورو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.

ډاکټر محمد نعیم له نړیوالې ټولنې، سازمانونو او د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې، زیربنایي پانګونې او دوامدار پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

د ترمذ-اوزبیکستان غونډه د افغانستان د لوړپوړي پلاوي او د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په ترمذ ښار کې روانه ده.