د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي اعلان کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرې مستقیمو اټومي مذاکراتو پینځم پړاو به سبا (جمعه، د مې ۲۳مه) په روم کې پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، چې له امریکا سره د خبرو اترو پینځم پړاو به د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.
ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو څلور پړاوه خبرې اترې کړې، چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. دواړو لوریو د یورانیمو غني کول سره کرښه ګڼلې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، غواړي چې ایران نه یوازې خپل اټومي پروګرام محدود کړي، بلکې د یورانیمو له غني کولو هم باید لاس په سر شي؛ هغه موضوع چې ایران د نه منلو وړ ګڼلې ده.
امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام باید ودرول شي، خو په مقابل کې یې ایران ویلي، چې د غني کولو موضوع اصلاً هېڅ د بحث وړ نه ده.
د ایران مذهبي مشر ایتالله خامنهيي هم تېره سېشنبه ویلي، چې هېواد یې د یورانیمو په غني کولو کې د امریکا اجازې ته اړتیا نه لري.
نوموړي له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې: “داسې خبرې کول چې ‘موږ به ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه کړو’ بېمانا دي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ټینګار کړی، چې که هوکړه وشي یا ونه شي د یورانیمو غني کول به دوام ولري.
له دې وړاندې د امریکا مخکښ مذاکره کوونکي سټیو ویټکاف د ایران له لوري د یورانیمو غني کول “سره کرښه” بللې وه او ویلي یې وو، چې واشنګټن د یورانیمو د غني کولو ظرفیت ته یو سلنه اجازه هم نشي ورکولای.