ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د «لاجورد» استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون سه‌شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۹مه نېټه په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده.
ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او زیربنایي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې لاجورد کمپلیکس یې ښه بېلګه ده.
نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې په هېواد کې د قوش‌تېپې سترې پروژې، صنعتي کارخونو، د لویو لارو، د برېښنا تولید او نورو سکټورونو کې د پروژو عملي چارې روانې دي، تر څنګ یې د ښاري پراختیا په برخه کې هم د ماسټر پلانونو په نهایي کېدو او تطبیق عملي کار روان دی.

 ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې د ودانیزو پروژو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

 ښاغلي برادر اخوند د هېواد په اقتصادي ثبات او بیارغونه کې د دولت ترڅنګ د خصوصي سکتور ګډ کار مهم بللی او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت یې پوره ملاتړ کوي. هغه پر ټولو پانګوالو غږ کړی، چې د نورو برخو ترڅنګ په ساختماني سکټور کې هم پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه ویلي، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې به له سوداګریزو بندرونو څخه هم لیدنه وکړي، څو یې خدمات ۲۴ ساعته شي او ټولې ادارې له ځنډ پرته صادراتي او وارداتي خدمات وړاندې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، په دې سفر کې د بېلابېلو سکټوري ادارو مسولین هم ورسره ملتیا کوي، څو په بلخ کې د روان اقتصادي تحرک او پرمختیایي فعالیتونو او بندري چارو اړوند شته ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې وګوري او حل‌لارې ورته پيدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس کې د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې شاوخوا ۱۴۴۸ اپارتمانونه به پکې په عصري او معیاري بڼه جوړ او شاوخوا ۷۰۰۰ هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه کمپلیکس پر شاوخوا ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي، چې د سوداګریزې او روغتیا برخو تر څنګ به ښوونځي، شنې ساحې، جومات، د تفریح او ورزش ځایونو په ګډون ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.