د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ستردرستیز د توپچي ریاست لهخوا د میلان کنکورس (9M135) په نوم د رهبري شوي راکټ د زده کړو له دویمې دورې څخه ۲۴ تنه ځوانان، د یوې میاشتې عملي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د وسلهوال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق، د لوی درستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد عثماني، د ملي دفاع وزارت د عملیاتو رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د عقیدوي، فرهنګي او امر بالمعروف ریاست رییس مولوي سید آغا ابو مقبول عاکف، د یادې څانګې استاد ملا صدیقالله مستري او یو شمېر نورو مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د وسلهوال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق فارغانو ته ویلي، تاسو چې نن د خپل علم او فن له پلوه فارغېږئ، دا مه هېروئ چې د اسلامي امارت د فداکار او ژمن پوځ یوه مهمه برخه یاست، د خپل هېواد او د اسلام سپېڅلي دین دفاع مو شرعي او ملي مسولیت دی، خپل مسلک ته په اخلاص او صداقت دوام ورکړئ، تر څو د هېواد دفاع کې پیاوړي ودرېږئ.
نوموړي زیاته کړې، چې هر باعزته هېواد هڅه کوي یو منظم، زړور او د قربانۍ روحیې درلودونکی پوځ ولري، او زموږ مسولیت دا دی، چې د هېواد سرحدونه وساتو، په ځانګړي ډول د توپچي مسلک ته ځانګړې پاملرنه وکړو، څو هر وخت او هر ځای د دفاع لپاره چمتو واوسو.