ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین توکي او مالي امکانات برابر کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت له مرستیال والي عزیرالله مصطفی سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي مصطفی د تورخم په سیمه کې د عمري ښارګوټي وضعیت، د کډوالو اړوندو کمېټو د فعالیتونو او شته اسانتیاوو په اړه وزیر ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، چې دا مهال په تورخم کې بېرته راستنېدونکي کډوال اړینو اسانتیاوو ته لاس‌رسی لري او ستونزې یې د مسولو ادارو له‌خوا پر وخت حل شوې دي.

دغه‌راز ښاغلي مصطفی په ننګرهار کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي او نورو اړوندو چارو په اړه خپل وړاندیزونه هم له وزیر سره شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره اړین توکي او وسایل برابر کړي او مسولو ادارو ته کافي مالي امکانات ورکړل شوي دي.

همداراز نوموړي زیاته کړې، چې د دایمي استوګنیزو ښارګوټو چارې دوام لري او په ننګرهار کې د کډوالو د ښارګوټي د چارو د ښه‌والي لپاره هم هڅې روانې دي.