ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امربالمعروف وزارت: تېره میاشت په هېواد کې د ۳۸ جبري نکاحو مخنیوی شوی

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په ثور میاشت کې یې د ۳۸ جبري نکاحو مخنیوی کړی دی.

یاد وزارت د ثور میاشتې د مهمو کړنو او لاسته راوړنو په راپور کې ویلي: “د امربالمعروف وزارت محتسبینو د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې او ساتنې ته په ژمنتیا په هېواد کې د ۳۸ جبري نکاحو مخه نیولې، ۲۴ مېرمنو ته یې د میراث حق سپارلی، ۴۰ مېرمنې یې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې، ۲۲ ته یې د میراث حق سپارلی او ۸ نورې یې هم په بدو کې له ورکړې ژغورلې دي.”

سربېره پر دې د امربالعروف وزارت محتسبینو د روان کال په ثور میاشت کې د ټولنیز عدالت ټینګښت، د ناوړه دودونو مخنیوي او ټولنیزو اصلاحاتو د هڅو په دوام د هېواد په کچه د ۱۲۰ قومي شخړو او کورنیو دښمنیو د رامنځته کېدو مخه نیولې ده.

د دې وزارت محتسبینو د ناوړه دودونو، فساد او غیرې شرعي کړنو د مخنیوي په موخه ۴۱ کوډګر هم نیولي او د شرعي پرېکړې لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

دغه‌راز د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نرخونو د کنټرول، سود، احتکار، غش او خیانت د مخنیوي او د یو اسلامي اقتصادي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه یې له هټیوالو او سوداګرو سره ۸۹ اصلاحي ناستې کړې دي.

د دې تر څنګ یې په ټول هېواد کې له امارتي مسولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، همغږۍ، د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ۷۹۷ بېلابېلې اصلاحي غونډې کړې دي.