د امریکا خزانې وزارت د یوه عمومي جواز په خپرولو سره د سوریې دولت او د دې هېواد له دولتي شرکتونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.
د یاد جواز په خپرولو سره به د امریکا او سوریې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، چې پخوا د بندیزونو له امله ځنډېدلې وه، بیا پیل شي او په دې هېواد کې به د امریکا نوې پانګونې ته زمینه برابره شي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر پر مهال اعلان کړی و، چې په سوریه به لګول شوي بندیزونه لرې کوي.
ټرمپ یوه ورځ وروسته د سوریې د انتقالي دورې له ولسمشر احمد الشرع سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې هم لیدنه وکړه.