ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د ټایلنډ هېواد د پارلمان له یو شمېر غړو او سناتورانو سره وکتل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په روسیه کې د ټایلنډ هېواد د پارلمان له یو شمېر غړو او سناتورانو سره وکتل.

د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو پر ګډوهمکاریو، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو چاپېریالي ستونزو، سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو او افغانستان کې د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو پر وضعیت خبرې کړې.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې ټایلنډي سناتورانو ویلي، چې هېواد یې د سیمې په کچه د چاپېریالي ستونزو د حل ترڅنګ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.