ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې د فلسطیني کډوالو یو ښوونځی هم په نښه شوی، چې د ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان پکې شهیدان دي.

سربېره پر دې د غزې په شمال جبالیا کمپ هم د اسرائیلي یرغلګرو له بمبارۍ وروسته د ۱۹ فلسطینیانو جسدونه ترلاسه شوي دي.

په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو وحشتونو او جنګي جرمونو ته غبرګونونه زیات شوي او د ۲۰ عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو سازمانونو یې د سملاسي درېدو غوښتنه کړې ده.

دوی د اسپانیا په پلازمېنه ماډریډ کې د اسرائیلي وحشتونو، چې هره ورځ د فلسطینیانو د مړینې او پراخه قحطۍ لامل کېږي، پر بندولو ټینګار کړی دی.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو بندیزونه ولګوي، تر څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۳ زره او ۹۳۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۲ زره او ۷۹۷ نور ټپیان شوي دي.