د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګلستان
ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د (۱۸۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۱۳۳) پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د یادو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د عمومي او کلیوالي سړکونو، استنادي دیوالونو، پلچکونو او د یو کوچنی بند جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

