د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې په کندوز او بلخ ولایتونو کې دوه اوږدمهالې کورنۍ شخړې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب هوارې شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کندوز ولايت کې د بندر خاناباد ولسوالۍ په اخوندزاده سيمه کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ د استوګنځایونو پر سر راپورته شوې شخړه، چې شاوخوا شپږ کاله یې دوام درلود، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د هڅو او د ځايي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون د جوړې شوې غونډې له لارې د عادلانه پرېکړې په ترسره کولو سره هواره شوه او دواړو لوریو پرې رضايت وښود.
همداراز د بلخ ولايت د نهر سراج او چمتال ولسواليو ترمنځ د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي سردار محمد محمدي او د قومي مشرانو په منځګړيتوب هواره او روغه جوړه یې وکړه.
د شخړو له امله دواړو لوريو ته مالي زيانونه اوښتي و، چې له جوړجاړي وروسته يې يو بل ته بښنه وکړه.