ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار د ارغستان لورې بند د امکان‌سنجي او تفصیلي ډیزاین تړون لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کندهار ولایت د ارغستان لورې بند د امکان‌سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین تړون د افغان ـ جرمن باختر شرکت له رییس سلطان احمد سروري سره لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې، به یاد شرکت د کان په بدل کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو پانګونې په لګښت د ارغستان لورې بند امکان‌سنجي مطالعات او تفصیلي ډیزاین د ۱۸ میاشتو په موده کې ترسره کړي.

د یاد بند له جوړېدو سره به د سیمې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، د اوبو د مدیریت لپاره به زمینه برابره شي، او د کندهار په کچه به د کرنې، اقتصاد او معیشت په برخو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.