ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي او د ترکیې سفیر لیدنه؛ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو خبرې شوي

کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې دي.

مولوي امیر خان متقي د ترکيې بشري مرستې ستایلي او د افغانستان او ترکيې دوې اړخيزې اړيکې يې مخ پر ودې بللې دي.

دغه‌راز د ترکیې سفیر هم د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې رغنده يادې کړي او په افغانستان کې يې د ترکيې د همکاريو په اړه معلومات ورکړي دي.