د رویټرز د راپور له مخې، د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې لږ تر لږه د ۳۴ کسانو ژوند اخیستی.
د هند د هوا پېژندنې ادارې په یادو سیمو کې د نورو درنو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده.
د حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوشنبې په ورځ د همالیا په سیکیم ایالت کې له زرو ډېر بند پاتې سیلانیان اېستل شوي
او همدارنګه د میګالیا ایالت په سېلاب ځپلو سیمو کې د پوځ ژغورنې ډلې له ۵۰۰ څخه د زیاتو بند پاتې کسانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.