د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوشتیپې کانال له صفري نقطې څخه تر اندخوی ولسوالۍ پورې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه کړې او د دې لویې او ملي پروژې تخنیکي او عملي چارې یې ارزولې دي.
ښاغلي عطاش لومړی د امو سیند پر غاړه د کانال د سربند له سیمې لیدنه کړې، د کار پرمختګ یې ارزولی او مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې کیفیت او سرعت ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغهراز نوموړي د کانال په اوږدو کې له جوړېدونکو ۱۱ مهمو پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو څخه هم لیدنه کړې او ټینګار یې کړی دی، چې د یادو پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو چارې باید پر وخت، له کیفیته ډکې او د خوندیتوب له معیارونو سره سمې ترسره شي.
عبدالرحمن عطاش د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارو څخه هم لیدنه کړې او د روانو کارونو د بهیر د ستاینې ترڅنګ یې ټینګار کړی، چې د کار پرمهال باید تخنیکي کیفیت، سرعت او د چاپېریال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.
همدا راز نوموړي له کاریګرو سره خبرې کړې، د هغوی هڅې یې ستایلي او ویلي یې دي، چې د لویو پروژو بریا د ملتپالو او زړورو کاریګرو پر مټو ولاړه ده.
ښاغلي عطاش مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د اقلیمي شرایطو، تجهیزاتو، تخنیکي او بشري سرچینو په پام کې نیولو سره کاري بهیر منظم پرمخ یوسي او شته ستونزې پر وخت تشخیص او حل کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د قوشتېپې کانال چارې د شاوخوا دوه زره ماشینرۍ په مرسته په چټکۍ سره روانې دي، چې د کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۹۰ سلنه، د سربند جوړولو چارې ۷۹.۵ سلنه بشپړې شوې دي او همدا راز پر ۱۱ پلونو او د اوبو کنټرولوونکو ساختمانونو باندې هم کار دوام لري.