د افغانستان لپاره د پولنډ هېواد ځانګړي استازي ویتالد سابکو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځینو سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او پولنډ ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره باید د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ اړیکې زیاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ تګلارې له لارې غواړي له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پراخې کړي او پولنډ هم کولی شي په بېلابېلو سکټورونو کې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
بلخوا، د پولنډ ځانګړي استازي د ټول هېواد په کچه د امنیت د ټینګښت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې ستایلي او ویلي یې دي، چې هېواد یې افغانستان کې پر اقتصادي پانګونې غور کوي.
دغهراز نوموړي پولنډ کې د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.

