د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ مولوي عبدالرحمن قانت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ خونې د غړو او رسنیو په شتون کې د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې یاد هوکړهلیک پرون سهشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د دې وزارت له لوري لاسلیک شو، چې موخه یې د ګډو همکاریو او همغږۍ رامنځته کول، د کانونو په برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذب، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو جوړول، له نړیوالو شریکانو او بهرنیو پانګوالو سره د اړیکو پیاوړتیا او د کانونو په سکټور کې اړینو معلوماتو ته د پانګوالو لاسرسی برابرول دي.
په پیل کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال د خپلې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی هڅه کوي خپل فعالیتونه په بشپړه روڼتیا او د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي.