ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوه امریکايي چارواکي په غزه کې د اسرائيلو په جنګي جرمونو اعتراف کړی

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په غزه کې د صهیونیستي رژیم په جنګي جرمونو اعتراف کړی.

نوموړي له یوې برېتانیايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: “له شک پرته اسرائیلو په غزه کې جنګي جرمونه کړي دي.”

یاد پخوانی امریکايي چارواکی، چې له یوه کال څخه زیاته موده یې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د خپل هېواد د سیاستونو ملاتړ کړی، تازه د اسرائیلي یرغلګرو پر جنایتونو اعتراف کوي. د اسرائیلي اشغالګرو د سیاستونو له امله لسګونه زره فلسطینیان شهیدان، ټپیان او په غزه کې پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

په غزه تړانګه کې لا هم د اسرائیلي یرغلګرو وحشتونه دوام لري، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهید او ټپیان کېږي.

د دې تړانګې اوسېدونکي د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي او بشري حالت د ناورین کچې ته رسېدلی دی.

اسرائیلي یرغلګر حتا بشري مرستو ته په راټولو شویو قحطۍ ځپلو فلسطینیانو هم بریدونه کوي، چې په وروستیو کې ۲۷ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې له ۵۴ زره ډېر فلسطینیان شهیدان او نږدې ۱۲۵ زره نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې لسګونه زره تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک دي.

د اسرائیلي یرغلګرو په وحشي بریدونو کې د غزې زیاته برخه ویجاړه شوې، ۹۰ سلنه نفوس یې بې‌ځایه شوی، روغتونونه او ښوونځي یې له منځه وړل شوي او روغتیايي خدمتونه، برېښنا او بنسټونه یې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د راپور له مخې، د جنوري تر ۱۴مې د غزې د ۳۶ روغتونونو نیمايي په جزوي ډول فعالیت کاوه، ۸۸ سلنه ښوونځي زیانمن او یا ویجاړ شوي، ۹۲ سلنه کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي، ۶۸ سلنه کرنیزه ځمکه او د ټولو سړکونو ۶۸ سلنه ویجاړه او له منځه وړل شوې ده.