د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې په تېره اداره کې د غزني پخواني والي شیرخان خوستي په ګډون یو شمېر پخوانیو عسکرو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول.
ښاغلي خوستي له هېواده بهر د اوږدې مودې تېرېدو وروسته هېواد ته د راستنېدو له امله خوښي وښوده او د اسلامي امارت له لوري د ورسره شوې همکارۍ او ښه چلند له امله مننه وکړه.
هېواد ته راستنو شویو کسانو اوسنی امنیت د اسلامي امارت ستره لاسته راوړنه وبلله او یې ویل، چې بهرنۍ رسنۍ د اسلامي نظام په اړه ناسم تبلیغات خپروي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي.
دغهراز دوی د افغانستان د پراختیايي چارو ستاینه وکړه او له اسلامي نظام سره یې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د دارالانشاء رییس مولوي ذاکرالله ذاکر، راستنو شویو افغانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پخواني مسولین کولی شي له هر ډول اندېښنې پرته خپل هېواد ته راستانه شي.

