ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزارت د دفتر رییس د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس قاري محمد اجمل ویاړ د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو له استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران او پاکستان له لوري د جبري راستنو شویو افغان کډوالو د حالت، لومړنیو اړتیاوو او اوږدمهاله ملاتړ د میکانیزمونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ویاړ د یادو ادارو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د جبري راستنو شویو کډوالو د وضعیت ښه کولو په موخه د اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د کډوالو چارو وزارت هڅې تشریح کړې او تر څنک یې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو موضوع او د دوی د لومړنیو اړتیاوو لکه: د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدماتو، کاري فرصتونو او ټولنیز ادغام په برخو کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د راستنو شویو افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره نړیوالې مرستې باید دوامدارې، هدفمندې او منسجمې وي.

همدارنګه قاري محمد اجمل ویاړ، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسوولانه رول ولوبوي.

د سویډن او ناروې د کډوالو ادارو استازو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دغه‌راز دوی د اوږدمهاله پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې هم لیوالتیا وښوده.