ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: مسوولین دې د مدرسو علمي ظرفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې شیخ طالب جان د کډوالو اړوند یو شمېر وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او د تېرو څو کلونو په لړ کې یې، له پاکستان څخه د راستنو شویو افغانانو د اړتیا وړ اسنادو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي همداراز د استوګنیزو ښارګوټو جوړول د راستنو شویو هېوادوالو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن وبلل.

د لیدنې پر دوام، شیخ طالب جان د جهادي مدرسې د فعالیتونو، علمي هڅو او لاسته راوړنو په اړه ښاغلي وزیر ته معلومات ورکړل، او خپلې مشورې یې ورسره شریکې کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا د جهادي مدرسې مهتمم ته د ښه راغلاست پر مهال، په علمي برخه کې د علماوو هڅې او د جهادي مدرسو فعالیت ګټور یاد کړ او ویې ویل، چې مسوولین دې د مدرسو علمي ظرفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو حل ته پاملرنه کړې او له هرې ممکنې لارې د راستنو شویو غوښتنو ته رسېدنه کېږي.