ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالکبیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ د رییس لیدنه؛ د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رییس عرفات جمال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو او په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په اړه خبرې شوي

عرفات جمال ویلي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري لېواله ده، چې د کډوالو په ښارګوټو کې د سرپنا جوړلو او د عاید موندلو په برخه کې کار پیل کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې د کډوالو عالي کمشنرۍ په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې او په باعزته ډول افغانستان ته د کډوالو د راستنېدلو په اړه درې اړخیزه ناسته پلان کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د ملګرو ملتونو، اسلامي امارت او ایراني چارواکو په ګډون ترسره شي او په دې برخه کې د ایران د چارواکو د همکارۍ ستاینه  یې کړې دی.

د ښاغلي جمال په وینا، له پاکستان سره هم د درې اړخېزه ناستې اړوند خبرې او لیدنې شوې،خو تر دې مهاله یې د جوړېدو په اړه د اسلام اباد له لوري مثبت څه نه تر سترګو کېږي.

د ناستې پر دوام، په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ رییس پر دې ټینګار کړی، چې راستنو شویو کډوالو ته دې پر وخت او د اړتیا وړ مرستې ورسول شي.

 همدارنګه نوموړي د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته یې کړې یې ده، چې د مرستو په رسولو کې باید له ځنډ څخه مخنیوی وشي.

په پای کې ښاغلي جمال د یو لړ مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکارۍ له امله مننه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو لپاره په جدیت د سرپنا چمتو کولو چارې پیل کړي او په دې برخه کې یې د اړوندو مرستندیو ادارو همکاري اړینه بللې ده.

نوموړي د راستنو شویو او کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو پر ګډو همکاریو ټېنګار کړی او په وینا یې چې په ښارګوټو کې د کار لپاره د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دغه‌راز ښاغلي وزیر د ملګرو ملتونو وړاندیزونو ته د رسیدنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په پوره روڼتیا ډول به له همکارو ادارو سره کار ته دوام ورکړي او همدا رنګه د کډوالو اړوند درې اخیزه ناسته یې ګټورې بللي دي.